شروط او ضوابط

 

شروط او ضوابط

لاندې یاد شوی قواعد او ضوابط د افغانستان د انځورونو د ملي سیالۍ لپاره د تطبیق وړ دی. د سیالۍ ګډونوال او کاندیدان مکلف دي، چې لاندې یاد شوی قواعد او ضوابط په بشپړه توګه په پام کې ونیسي

څوک کولای شی چه ګډون وکړی

هر شخص کولای شي ګډون وکړی (افغان یا بل څوک چې،په افغانستان کې اوسیږی او یانه اوسېږي) خو د یونسکو کارکوونکې (چې دنده یي دایمي وی یا لنډمهالی،او سنی کارکوونکې وی یا پخوانی ) همدارنګه د طلوع نیوز موجوده (دایي او غیر دایم) کار کوونکي هم په سیالی کې ګډون نه شي کولی

کوم انځور را استولای شی

.را استول شوي انځورونه باید د افغانستان د "بیا زیږون" په اړه د انځور ګر د شخصي او خپلواک تفسیر او تفکر څرګندوی وي

 شامل شوي مواد باید د افغانستان طبیعی او کلتوری ښکلا او د هغې ماهیت وړاندې او وځلوي . په دې سره کولای شو کلتوری میراث لا بډای کړو لکه مجسمی، د معماري آثار، مجسمی جوړونه، نقاشی، پخوانی میراثي کتابونه او تاریخی اثار چې تاریخ پوری اړه لری. همدارنګه نه لمس کیدونکی کلتوري میراثونه لکه نمایشي هنرونه، موسیقی، نڅا، ټولنیز دودونه، جشنونه، کلتوري جوړښتونه، او صنعت منځته راوړنه،طبعی میراثونه لکه منظری او سیمې چې د ښایست پيژندنی، قوم پيژندنی،انسان پيژندنی او علم له پلوه مهمی دی

 هر ګډونوال کولای شي تر لسو (۱۰) پورې انځورونه (مواد) په یوه کټګوری کې شامل کړي

انځور باید په تیرو دریو کلونو کې اخیستل شوی وي د بېلګې په ډول : وروسته د ۳۰ میزان ۱۳۹۱ څخه تاسې کولای شئ د انځور رنګ جوړ او یا تصفیه کړئ، خو د انځور په محتوا او متن کې باید د ډیجيټل له نظره لاس کاري یا درغلي ونشي

د انځورونو د استول ځرنګوالی

 نوموړی سیالي په دوو مختلفو کټګوريو وېشل کېږي: (د کامرې انځورونو کټکوري) او (د موبایل انځورونو کټګوري) د نوموړو انځورونو هر یوه کټګوري به په بیل ډول څیړل او فیصله کیږي، ټول انځورونه باید په ډیجیټل ډول را واستل شي

.ګډونوال مکلف دی چې د انځورونو د راټولولو او د سیالی په دواړو ډولونو (کټګوریو) کې د شاملولو په دوران کې ټول مالي لګښت په خپله غاړه واخلي

(k.photobiennale@unesco.org) :د کامرې د انځورونو ډول (کټګوري) کې د ګډون لپاره باید انځورونه په دې بریښنالیک

.څخه استفاده وکړئ Dropbox یا We Transfer لکه (file sharing) له لارې راولیږئ او د فایل شریکولو

ګډونوال باید د انځور( فایل) نوم د انځورګر په نوم ونوموي، او همدارنګه د انځور شمیره د یو ځخه تر لس پوری او ورپسې د هغه ښار نوم یادونه وکړي چې نوموړي انځور پکۍ اخیستل شوی دی

:د بېلګې په ډول هغه انځورنو (فایلونو) نومونه چې د محمدی لخوا په بامیان ولایت کې اخیستل شوي پدې ډول نومول کیږي

...او داسې نور (Masoudi2Kandahar) ،(Masoudi1Jalalabad)

 JPG یا JPEG څخه زیاته نه وي او شکل یې MB 20 پدې کتګوری کې د انځورونو د شاملولو لپاره ضروري ده چې د انځورونو اندازه باید د

.کې وي pixels 2000 په DPI 300 وي او اوږد والی یې کم تر کمه

(www.facebook.com/kabul.photobiennale) د موبایل انځورونو ډول ( کټګورۍ) کې د ګډون لپاره باید نوموړي انځورونه په فیسبوک پاڼه

.کې واچوي

 پدې ډول سیالی کې انځورونه باید د موبایل یا ټابلیټ په وسیله واخیستل شي، د موبایل د انځورونو اوږد والی باید کم تر

.نه یې اندازه زیاته نه وي MB 5 کمه

:ټول لاندینی یاد شوي معلومات باید مشخص او واضح وي

.(د انځورونو د سیالی په کوم ډول ( کټګورۍ) کې ګډون کوي (کامره/موبایل -

د انځورګر نوم -

د انځور د اخیستنې ځای او کال -

که امکان ولري، باید لږ وضاحت ورکړل شي چې نوموړی انځور ولې د افغانستان ویاړ ګڼل کیږي؟ -

هر هغه انځور به د سیالی څخه لیرې او سیال نه و ګڼل شي چې په غلطه کټګورۍ کې سیالی ته وړاندې شي، د بېلګې په ډول که د کامرې انځور د موبایل انځور کټګوری ته د فیسبوک له لارې وړاندې شي، او یا د موبایل انځور د کامرې ډول (کټګوری) ته د ایمیل له لیارې وړاندې شي.

د انځورونو استولو وروستی نېټه

نوموړې سیالی ته د انځورونو وړاندې کولو وروستنی نیټه د ۱۳۹۶ کال د وږي ۲۲ نېټه، ۲۳:۵۹دکابل په وخت) بجې ټاکل شوې ده، له ټاکلې نېټې اوخت څخه وروسته رارسیدلي انځورونه به له پامه وغورځول شي. یونسکو به هیڅکله دا مسؤلیت په غاړه وانخلي، که چيرې کوم انځور د انټرنيټي شبکې د مشکل او یا هم د کوم بل لامل له کبله ټاکلی وخت نه وروسته را ورسیږي او یا د لیږد په وخت کې له مینځه لار شي

داوری

د هرې کټګوری په اړه به فیصله به د مشهورو انځورګرانو او هنرمندانو کمیټه کوي، منصفه هیئت له لاندې کسانو څخه عبارت دی

عتیق رحیمی -

مسعود حسینی -

(رضا دقتی(د هیئت مشر -

نیلوفر پذیرا -

سدی کریر -

د مصنفه هیئت غړو (داورانو) پریکړه به حتمی پریکړه وي، د ګډونوالو لخوا هر هغه کوښښ او زیار چې په نهایي پریکړه لاس رسی پیدا کړی، یا سیالی متاثره کړي نو نوموړی شخص به ډير ژر په سیالی کې د نه ګډون وړ وګرځول شي

د سیالی هرې کټګوری درې ګټونکې او په سیالی کې د ګډون کوونکو څخه د هرې کټګوری د غورو انځورونو به په د ۱۳۹۶ د تلې د میاشتې په ۲۱ نېټه د

www.facebook.com/kabul.photobiennale ،www.bamiyanculturalcentre.org ،www.unesco.org/kabul :ویبسایټونو لکه

.له لارې خپاره شي

جایزی

د کامره کټګوری سیالۍ لومړی ګټونکی به ۳۰۰۰ امریکايي ډالر مالي انعام څخه برخمن شي دویم ګټونکی به د ۲۰۰۰ امریکایی ډالر لاس ته راوړي او دریم به یې ۱۰۰۰ امریکایی ډالرو څخه برخمن شي.

ددې سیالی د موبایل کټګوری درې لومړنی کټونکی به هر یو د ۱۰۰۰ امریکايي ډالرو څخه برخمن شي.

د سیالی ګټونکی د هر ډول ماليې او یا بل مصرف ټول مسؤلیت په خپله غاړه لري. 

دګډون کونکو حقونه اومسولیتونه

ګډونوال په سیالی کې د شاملو موادو او په موادو کې د شاملو مضامینو د شخصی حق خاوند دی او دعملي شوي قانون مطابق د شامل کړای شویو موادو د مضامینو د ښودلو لپاره یوازې نوموړی شخص د اجازې مسؤلیت په غاړه لري. د دریم شخص د دعوی او یا شکایت په صورت کې چې شاملو موادو له امله نوموړی دریم شخص ته حقوقي یا بل کوم زیان رسیدلی وي، یونسکو د نوموړې دعوې او یا شکایت مسؤلیت نه لري

ګډونوال د خپلو انځورونو حق محفوظ ساتي د هر هدف لپاره چې هغوی غواړي. په سیالی کې د ګډون کولو څخه وروسته باید یونسکو ته دا امتیازات ورکړی، چې انځورونه په هر ځای کې نندارې، خپرولواو کاپی البته بغیر د څه لاس وهنې او یا تجارتي مقصد په هر شکل کې چې وغواړي خپور کړي ددې هدف لپاره چې په سیالیو کې د هغه سره اړوند څيزونو ته پرمختګ ورکړي

 .هر هغه انځور چې خپور شي د هغه امتیاز انځورګر ته ورکول کیږي

 .که یونسکو وغواړي چې دغه تصویر د کوم بل هدف لپاره استعمال کړي نو په هغه صورت کې د انځورګر اجازه اړينه ده

 شامل شوي مواد باید د یونسکو له اړونده عملي شوي قانون سره مطابقت ولري، هر هغه مواد چې د یونسکو د قانون د اصولو پر خلاف وی لکه : فحش، تیری کوونکی په جنسي ډول، ډله ییز امتیاز، نسلي امتیاز پرمبنی ولاړ وي یا د چا د اساسي حقوقو پرخلاف وي، نوله یو نسکو سره د قانون مطابق دا حق خوندي دی چې داسې مواد له سیالی څخه وباسي. په شاملو شوو موادو کې باید د هېچا د رازونو په حقوقو تیری ونشی که نوموړی کس ژوندی وي او یا هم مړ وي

یونسکو دا حق له ځان سره محفوظ ساتی چې د آمادګي، پلان، وخت ټاکنه او یا هم کوم بل شی چې مستقیم او یا غیر مستقیم په سیالی پورې اړه ولري. هر وخت او یا ده هر لامل له کبله په سیالی ګې تغیرات راولی او یا سیالی له مینځه یوسی

 .دلته باید داسې یو اټکل یا فکر ونشي چې له محدودیتونو څخه لوړ وي او یا د یونسکو د امتیازاتو او مصؤنیتونو څخه ترې سترګې پټې شوې وي

k.photobiennale@unesco.org د لا زیاتو معلوماتو لپاره مهربانی وکړئ په دی بریښنالیک اړیکه ونیسئ